کوټه کې چاودنه؛ اورګاډي ته زیان اوښتی

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د چاودنې له امله د تېرېدونکي اورګاډي دوه ډبې له پټلۍ اوښتې او زیانمنې شوې دي.
د راپورونو له مخې، د پېښې پر مهال د اورګاډي پټلۍ ته نږدې ولاړو موټرو هم اور اخیستی او سیمه کې پراخ اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
تر اوسه د مرګژوبلې دقیق شمېر نه دی اعلان شوی، خو روغتیايي سرچینو ویلي چې یو شمېر ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د رسنیو مرستیال بابر یوسفزي د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.
عیني شاهدان وایي چې د اورلګېدنې له امله د اورګاډي ډبو ته دروند زیان اوښتی او لوګي یې تر لرې واټن لیدل کېدل.
سرچینې زیاتوي چې ښايي د دې پېښې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وي، خو رسمي شمېر لا نه دی تایید شوی.

