پکتیکا کې ۸۴ قلمه لرغوني آثار کشف شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې ۸۴ قلمه بېلابېل لرغوني آثار کشف او ترلاسه شوي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه آثار د مټاخان ولسوالۍ د «رشکي غونډۍ» په سیمه کې د لرغونپېژندنې د څېړنو پر مهال موندل شوي دي.
په یادو اثارو کې ۸۴ قلمه منقول لرغوني توکي شامل دي چې له ډبرو، خټو، هډوکو، ښیښو او فلزي موادو جوړ شوي دي. د چارواکو په وینا، د دغو اثارو تاریخي مخینه له لومړۍ تر څلورمې میلادي پېړۍ پورې رسېږي او د کوشاني او کوشاني-ساساني دورو سره تړلي بلل کېږي.
وزارت زیاتوي چې دغه سیمه په لرغونو زمانو کې د خټینو لوښو د جوړولو د یوې کارخونې په توګه کارېدله او همدا لامل دی چې ترې ګڼ شمېر تاریخي آثار ترلاسه شوي دي.
د مسوولینو په وینا، د اثارو له ثبت او مستند کولو وروسته دا د پکتیکا ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوي او غیرمنقول آثار په معیاري ډول خوندي شوي دي.
تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه قلمه لرغوني آثار او تاریخي سیمې کشف شوې دي، چې د هېواد د لرغوني تاریخ د لا ښه پېژندنې لپاره مهم بلل کېږي.

