بلخ کې ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې هغه ۴۰ کلنه دښمني پای ته رسول شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي وو.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه اوږدمهاله اختلاف د بلخ ولایت د یاد ریاست مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو د سولې او پخلاینې له لارې حل شوی دی.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې مسوولینو د بښنې، ورورولۍ او اسلامي اخوت پر ارزښتونو خبرې کړې او ښکېل لوري یې له تربګنۍ او دښمنۍ پر ځای سولې، زغم او متقابل احترام ته هڅولي دي.

سرچینې زیاتوي چې د مراسمو پر مهال د دواړو کورنیو مشرانو خپل پخواني اختلافات هېر کړي او د یو نوي سوله‌ییز ژوند د پیل ژمنه یې کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا