روسیه: د رسمي غوښتنې په صورت کې افغانستان ته مرستې برابروو

ضمیر کابلوف ویلي، مسکو افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد اجازه ترلاسه کړې او که د افغانستان حکومت رسمي غوښتنه وکړي، روسیه به اړینې مرستې برابرې کړي.

کابلوف له یوې روسۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان د کورنیو حاصلاتو راټولېدل به په لنډمهاله توګه د خوراکي توکو د کمښت فشار راکم کړي، خو ښایي هېواد په راتلونکې کې یو ځل بیا د خوړو له ستونزو سره مخ شي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان لا هم بشري او اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري او نړیواله همکاري د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره مهمه ده.

هغه همداراز د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو پراخېدو ته په اشارې ویلي چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې روسیې له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا ترڅنګ د اسلامي امارت له حکومت سره خپلې اړیکې هم پراخې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا