له پاکستانه ۳۷۳ افغان کډوال راخوشې شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې په تېرو درېیو ورځو کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۳۷۳ تنه افغان کډوال خوشې او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت وایي، دغه کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي او زنداني شوي وو.
سرچینه زیاتوي چې له دې ډلې ۲۹۶ تنه د تورخم او ۷۷ تنه د سپینبولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
د مسوولینو په وینا، راستنو شویو کډوالو ته لومړنۍ بشري مرستې برابرې شوې او وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي، څو د ژوند د بیارغونې چارې یې اسانه شي.

