افغان کرېکټ ملي لوبډله د هند سیالیو لپاره روانه شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د هند پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې او درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره هند ته روان شوي دي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه لوبلړۍ د راتلونکې جون میاشتې په شپږمه نېټه پیل شي او افغان لوبډله به د هند پر وړاندې یوه ټېسټ او درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.
مسوولین وایي، دا لوبلړۍ د افغان لوبډلې لپاره مهمه بلل کېږي، ځکه لوبغاړي به د نړۍ له یوې پیاوړې لوبډلې سره سیالي وکړي او نړیوالو سیالیو ته به لا ښه چمتووالی ترلاسه کړي.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې په نړیوالو ډګرونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او له سترو لوبډلو سره یې سیالۍ د هېواد د کرېکټ د ودې لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

