فرانسې د روسیې یوه کښتۍ نیولې

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، د دغه هېواد سمندري ځواکونو د «ټاګور» په نوم هغه نفتو لېږدوونکې بېړۍ نیولې چې د نوموړي په وینا تر نړیوالو بندیزونو لاندې وه.

مکرون په خپل پیغام کې ویلي، دغه عملیات د فرانسې او متحدانو په همغږۍ ترسره شوي او د سمندري قوانینو ټول اصول پکې رعایت شوي دي. نوموړي ادعا کړې چې یاده بېړۍ د نړیوالو بندیزونو د ماتولو په فعالیتونو کې ښکېله وه.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړې، دا ډول بېړۍ نه یوازې نړیوال مقررات تر پښو لاندې کوي، بلکې د سمندري تګ راتګ او چاپېریال لپاره هم جدي ګواښ بلل کېږي.

تر اوسه روسي چارواکو د دغو څرګندونو او د بېړۍ د نیولو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا