ازبکستان افغانستان ته د معیاري کرنیزو تخمونو مرسته لېږلې

د ازبکستان د کرنې وزارت او د تخمونو د پراختیا مرکز د افغانستان بزګرانو او کرنیزو بنسټونو ته د معیاري کرنیزو تخمونو مرسته لېږلې ده.
د تاشکند د کرنې او د تخمونو د پراختیا مرکز ویلي چې په دې مرسته کې ۲۰ ټنه د پنبې تصدیق شوي تخمونه، ۲۰ ټنه د وریجو تخمونه او ۵۰۰ کیلوګرامه د سبزیجاتو او خټکیو لوړ کیفیت لرونکي تخمونه شامل دي.
د معلوماتو له مخې، دغه اقدام د افغانستان د خوړو د امنیت د ملاتړ، په کلیو کې د کارموندنې د زیاتوالي او د کرنې په سکټور کې د نوې او معیاري کرنیزو ټکنالوژیو د معرفي کولو په موخه ترسره شوی دی.

