ټرمپ نتنیاهو ته: ته بالکل لېونی یې؛ د اسراییلو سیاستونه یې سخت وغندل

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لبنان په اړه د اسراییلو د پوځي اقداماتو له امله د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې سخت غبرګون ښودلی او توندې نیوکې یې کړې دي.
په راپورونو کې راغلي چې ټرمپ په خبرو کې نتنیاهو ته ویلي: «ته بالکل لېونی یې، که زه نه وای، ته به اوس په زندان کې وې. زه دې ژغورم، خو اوس ټول خلک له تا کرکه کوي او د همدې اقداماتو له امله له اسراییلو هم نارضایتي زیاته شوې ده.»
سرچینې زیاتوي چې ټرمپ د اسراییلو پر روانو پوځي سیاستونو سخت انتقاد کړی او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول اقدامات کولی شي په سیمه کې د امریکا ډیپلوماټیکې هڅې له جدي ننګونو سره مخ کړي.
د راپورونو له مخې، ټرمپ ټینګار کړی چې د وضعیت د لا خرابېدو مخنیوي لپاره باید د تاوتریخوالي د کمولو او سیاسي حل لارې ته لومړیتوب ورکړل شي.

