د ګلباغ سړک د دویمې برخې یوې لیکې د قیرکولو چارې ژر پیلېږي

کابل ښاروالي وایي چې له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې د سړک د دویمې برخې چارې بشپړې شوې او د قیر اچونې لپاره چمتو شوې ده.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دغه سړک ۲ زره ۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري او په دوو لیکو کې جوړېږي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې پروژه کې د پلچکونو، د سړک غاړو لښتیو، پلیولرونو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصب، د سړک کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور مهم جزیات هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ مسوولینو ویلي چې د دې سړک چارې د تخنیکي معیارونو له مخې پر مخ تللي او له بشپړېدو وروسته به د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت او د ښاري زیربناوو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
د سرچینې په وینا، ټاکل شوې دا پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په کابل ښار کې د بېلابېلو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې وې، چې یو شمېر یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

