د پاکستان له زندانونو لسګونه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د پاکستان له زندانونو ۷۹ افغانان ازاد شوي او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په ازاد شویو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل دي چې د استوګنې د اسنادو د ستونزو له امله نیول شوي وو.

سرچینې د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست له قوله ویلي، راستنېدونکو ته له ثبت او لازمې ارزونې وروسته بشري مرستې برابرې شوې او ورپسې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته ستنېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا