کرزي فایق ته د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ مبارکي ورکړه

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې د عمومي اسمبلۍ د مرستیال په توګه د نصیر احمد فایق د ټاکل کېدو له امله هغه ته مبارکي ویلې ده.
کرزي په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ښاغلي فایق ټاکل کېدل د افغانستان لپاره یوه مهمه لاستهراوړنه ده او دا د هېواد د ډیپلوماټیک حضور لپاره مثبت پرمختګ ګڼل کېږي. نوموړي زیاته کړې چې د فایق له دې نوې دندې سره تمه لري چې د افغانستان غږ به په نړیوالو بحثونو کې لا پیاوړی او اغېزمن شي.
هغه همداراز ښاغلي فایق ته د هېواد د خدمت په لار کې د لا زیاتو بریاوو او کامیابیو هیله څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د نړیوالو بنسټونو په چوکاټ کې د افغانستان استازیتوب د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره مهم رول لري.
نصیر احمد فایق له دې ټاکنې سره د ملګرو ملتونو په مهمه نړیواله غونډه کې د افغانستان د حضور په برخه کې یو له لوړپوړو مسوولیتونو څخه ترلاسه کړی دی، چې د ډیپلوماټیکو چارو د څارونکو له نظره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

