سږني کانکور کې له ۱۲۰ زره کسانو ازموینه اخیستل کېږي

د ازموینو عمومي ادارې مرستیال رحیمالله حقاني ویلي، د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې لپاره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه شاوخوا ۱۲۰ زره د دولسمو ټولګیو فارغانو نوملیکنه کړې ده.
حقاني نن (پنجشنبه) په کابل کې د کانکور ازموینې د درېیم پړاو د پیل مراسمو ته د وینا پر مهال وویل، سږنی کانکور په څلورو پړاوونو کې اخیستل کېږي او تر دې دمه یې لومړی پړاو په ۱۵ او دویم پړاو په ۱۸ ولایتونو کې په بریالۍ توګه ترسره شوی دی.
د نوموړي په وینا، د کانکور ازموینې د بهیر موخه لوړو زدهکړو ته د زدهکوونکو عادلانه لاسرسی او د هېواد علمي بنسټونو ته د وړ او مستعدو ځوانانو ورپېژندل دي. هغه ټینګار وکړ چې د ازموینو اداره هڅه کوي د شفافیت، نظم او معیاري اصولو له مخې د کانکور ټول پړاوونه پر مخ یوسي.
مسوولین وایي، د کانکور پاتې پړاوونه به هم د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ترسره شي او زرګونه ګډونوال به د هېواد پوهنتونونو او لوړو زدهکړو موسسو ته د لارموندنې لپاره سیالي وکړي.
کانکور ازموینه هر کال د زرګونو افغان زدهکوونکو لپاره د لوړو زدهکړو مهم پړاو بلل کېږي او د هېواد په علمي او مسلکي راتلونکې کې ځانګړی ارزښت لري.

