فرید درانی: معلولیت مې د بریاوو مخه نه ده نیولې

فرید درانی، چې د افغانستان د ولچېر کرکټ ملي لوبډلې مشر دی، د قوي ارادې او نه ستړې کېدونکو هڅو له برکته د معلولیت له ستونزو سره سره د هېواد لپاره ګڼ ویاړونه ګټلي دي. نوموړی وایي، له کلونو راهیسې یې په بېلابېلو ورزشي ډګرونو کې فعالیت کړی او له خپلې لوبډلې سره یې د کورنیو او نړیوالو سیالیو پر مهال د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي.

فرید درانی، چې د ننګرهار اوسېدونکی او د پنځو ماشومانو پلار دی، وایي معلولیت یې هېڅکله د پرمختګ مخه نه ده نیولې، بلکې لا یې اراده پیاوړې کړې ده. هغه زیاتوي چې د ولچېر کرکټ ملي لوبډلې په استازیتوب یې په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان نوم روښانه کړی او د نورو معلولینو لپاره د هیلې او هڅونې بېلګه ګرځېدلی دی.

نوموړي له اړوندو بنسټونو غوښتي چې معلولینو ته د زده کړو، کار او ورزش لا ډېر فرصتونه برابر کړي، څو هغوی هم وکولای شي د ټولنې په بېلابېلو برخو کې اغېزمن رول ولوبوي او هېواد ته نور ویاړونه راوړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا