امیرالمؤمنین: د عمومي عفوې موخه د انتقام مخنیوی او د ملي یووالي پیاوړتیا وه

د اسلامي امارت رهبر، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله، ویلي چې د پخواني نظام له سقوط وروسته د اعلان شوې عمومي عفوې اساسي موخه د انتقام اخیستنې مخنیوی، د ملي یووالي پیاوړتیا او هېواد ته د سولې او امنیت ټینګښت و.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د شمال ختیځ او شمال لوېدیځ زون د والیانو او علماوو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، اسلامي امارت مجاهدین له هر ډول غچ اخیستنې منع کړي وو او د پخواني نظام ټولو منسوبینو ته یې ډاډ ورکړی و چې که وسله پر ځمکه کېږدي، له هغوی سره به د تېر وخت حساب نه کېږي. د نوموړي په وینا، د همدې باور او ډاډ له امله هغوی وسله کېښوده او اسلامي امارت هم خپله اعلان شوې عمومي عفوه په عملي ډول پلې کړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله زیاته کړه، سره له دې چې د تېرو شلو کلونو جګړو پر مهال ګڼې ناخوالې او زیانونه رامنځته شوي وو، بیا هم د بښنې او زغم لاره غوره شوه، څو هېواد د ثبات، ورورولۍ او پخلاینې پر لور ګام واخلي.
نوموړي پر علماوو، قومي مخورو او سیمهییزو مسؤلینو غږ وکړ چې د خلکو ترمنځ د شخړو، بدیو او دښمنیو د له منځه وړلو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي، ترڅو د بښنې، یووالي او متقابل درناوي فرهنګ پیاوړی شي او پخوانۍ ستونزې راتلونکو نسلونو ته انتقال نه شي.

