کرزي د آیتالله العظمي محمد اسحاق فیاض مړینه ستره علمي ضایعه بللې

پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجف د تقلید له مراجعو څخه د ستر عالم، آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض د وفات له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي په خپل پیغام کې ویلي چې د آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض د وفات خبر یې په ډېر درد او تاثر ترلاسه کړی او دا ضایعه یې د علمي نړۍ لپاره ستره تشه بللې ده.
کرزي ویلي چې مرحوم آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض د افغانستان یو بااستعداده او زحمتکښ زوی و، چې په ځوانۍ کې یې د لوړو علمي درجو د ترلاسه کولو په موخه د عراق د نجف علمي حوزې ته سفر وکړ او په اوږدو کلونو هڅو او زیار سره د دیني علومو تر لوړو درجې او د مرجعیت مقام ته ورسېد.
هغه زیاتوي چې مرحوم آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض د شیعه ټولنې له مطرحو او لوړپوړو علمي شخصیتونو څخه و، چې نه یوازې د افغانستان د خلکو د تقلید مرجع پاتې شوی، بلکې د هېواد او خلکو لپاره یې مهم او تلپاتې علمي او ټولنیز خدمات ترسره کړي دي.
پخواني ولسمشر د نوموړي وفات د هغه کورنۍ، شاګردانو، علمي حوزو او ټولو هېوادوالو ته ستره ضایعه بللې او د الله تعالی له درباره یې د مرحوم لپاره د جنت الفردوس او پاتې کسانو لپاره د صبر او زغم دعا کړې ده.

