ننګرهار کې درې قاچاق‌چیان له بېلابېلو توکو سره نیول شوي

د ننګرهار په مهمندرې ولسوالۍ کې افغان سرحدي ځواکونو درې تنه د بېلابېلو قاچاقي توکو د لېږد په تړاو نیولي دي.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د خبرپاڼې له مخې، نیول شویو کسانو هڅه کوله چې د موټرو پرزې او ګروپونه پاکستان ته قاچاق کړي او یو شمېر نور توکي په ناقانونه توګه افغانستان ته وارد کړي.

سرچینه زیاتوي، په ترلاسه شویو توکو کې د موټرو بېلابېلې پرزې او ګروپونه، درې بوجۍ وریجې، یوه بوجۍ بوره، د سر تېل او نور سوداګریز توکي شامل دي.

مسوولین وایي، نیول شوي کسان له ضبط شویو توکو سره یو ځای د لا زیاتو قانوني اجراآتو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي. د سرحدي ځواکونو په وینا، د قاچاق د مخنیوي او د سرحدونو د خوندیتوب په موخه عملیات په دوامداره توګه روان دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا