د کانکور څلورم پړاو ازموینه په کابل کې ترسره کېږي

د ازموینو عمومي ادارې خبر ورکړی چې د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور ازموینې وروستی (څلورم) پړاو به د روانې اوونۍ په ترڅ کې په کابل کې ترسره شي.
د یادې ادارې ویاند ناصر خان شېرزي ویلي، په دې پړاو کې د تېرو درېیو پړاوونو غیرحاضر داوطلبان، د اقوامو او قبایلو فارغان، د کابل ولایت د دیني مدرسو فارغان، د څوارلسمو ټولګیو فارغان او د شپې پوهنځیو ګډونوال برخه اخلي.
د نوموړي په وینا، د ګډونوالو د بایومتریک ثبت بهیر به د اعلان شوې خبرتیا له مخې ترسره شي او د کانکور ازموینه به د غبرګولي میاشتې په ۲۲مه نېټه په کابل پوهنتون کې واخیستل شي.
د ازموینو عمومي ادارې زیاته کړې چې د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د څوارلسمو ټولګیو فارغانو ازموینه به د کانکور له څلورو پړاوونو وروسته په جلا ډول تنظیم او ترسره شي.

