له ۶۰۰ ډېرې افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي چې تېره ورځ ۶۱۶ افغان کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۳۲۷۰ تنو ته رسېږي، له بېلابېلو لارو هېواد ته راستنې شوې او اړین خدمات ورته وړاندې شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له راستنېدونکو کورنیو څخه ۵۳۲ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې، له ۵۵۱ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او ۶۱۶ سیمکارتونه له فعالو بستو سره پر هغوی وېشل شوي دي.

راپور زیاتوي چې د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په ننګرهار، غزني، فراه، هلمند، فاریاب، پکتیکا او نیمروز ولایتونو کې ۸۹۸ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې هم وېشلې دي.

د یاد کمېسیون په وینا، تر دې مهاله د راستنېدونکو کډوالو لپاره د وېشل شویو ځمکو د نمرو ټولیز شمېر ۴۰ زره او ۴۱۳ ته رسېدلی او د هغوی د ملاتړ، اسانتیاوو برابرولو او بېرته مېشتېدو بهیر په دوامداره توګه روان دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا