د جهادي میراث د ساتنې قانون نافذ شو

عدلیې وزارت اعلان کړی چې د جهادي آثارو د ساتنې قانون د اسلامي امارت د مشرتابه له توشېح وروسته په ۱۴۹۲ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی او نافذ شوی دی.

د یاد وزارت ویاند قاري برکت‌الله رسولي ویلي، د دغه قانون له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست جوړ شوی، چې د جهادي آثارو د راټولولو، تنظیم، ثبت، ساتنې او خپرولو چارې به پر مخ وړي.

د نوموړي په وینا، یاد ریاست به د هېواد د معاصر تاریخ اړوند مهم اسناد، معلومات او آثار راټول او ثبت کړي، څو راتلونکو نسلونو ته د تاریخي میراث په توګه وساتل شي.

د قانون له مخې، د اسلامي امارت د لومړۍ دورې معلومات، د شل کلنې جګړې اړوند تاریخي اسناد او همدارنګه د پخوانیو یرغلونو پر وړاندې د افغانانو د مبارزو او قربانیو تاریخچه به هم راټوله، تدوین او ثبتېږي.

مسوولین وایي، د دې قانون موخه د هېواد د تاریخي او جهادي میراث ساتنه، د مهمو اسنادو خوندي کول او راتلونکو نسلونو ته د هغو لېږدول دي، څو د افغانستان د معاصر تاریخ بېلابېل پړاوونه په منظم او مستند ډول ثبت او خوندي پاتې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا