کندهار کې د ملي بس نوې نماینده‌ګي پرانیستل شوه

د دولتي شرکتونو لوی ریاست خبر ورکړی چې د ملي بس دولتي شرکت له لوري په کندهار ولایت کې د ملي بس امریت نوې نماینده‌ګي پرانیستل شوې ده.

د یاد ریاست په وینا، د دې نماینده‌ګۍ په فعالېدو سره به د کندهار اوسېدونکو ته منظمې، خوندي او معیاري ترانسپورټي چوپړتیاوې وړاندې شي او د سفر اسانتیاوې به لا پراخې شي.

مسوولین وایي، د ملي بس دولتي شرکت د ترانسپورټي خدمتونو د پراختیا په موخه هڅې روانې دي او ټاکل شوې چې په نورو ولایتونو کې هم ورته نماینده‌ګۍ فعالې شي.

د یاد شرکت د چارواکو په خبره، د ترانسپورټي خدمتونو د کیفیت لوړول، د مسافرو خوندیتوب او د سفر اسانتیاوو زیاتول د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا