پنجشېر کې ۱۱ زره قیراطه زمرد په ۴.۷ میلیونه افغانیو وپلورل شول

د پنجشېر ولایت مقام خبر ورکړی چې د دغه ولایت ۱۱ زره او ۸۴۲ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد د ۴ میلیونه ۷۷۰ زره او ۳۶۰ افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون ویلي چې یاد زمرد د کانونو د ساتنې کمېټې د پلاوي په حضور کې د هېواد د قیمتي ډبرو سوداګرو ته د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

نوموړي زیاته کړې چې د ولایت رهبري د کانونو د قانوني استخراج پراختیا د سیمه‌ییز اقتصاد د ودې او د خلکو د ځان‌بسیاینې لپاره له مهمو لومړیتوبونو ګڼي.

د هغه په وینا، تر اوسه په پنجشېر کې شاوخوا ۶۰۰ کانونه کشف شوي او په دغو کانونو کې نږدې ۱۲ زره کسان په کار بوخت دي. نوموړي وویل چې په وروستیو کلونو کې د اقتصادي تګلارو د پلي کېدو په چوکاټ کې د کانونو د استخراج د پراختیا او تنظیم لپاره هڅې زیاتې شوې دي.

لټون ټینګار کړی چې سیمه‌ییزه اداره د کانونو د استخراج په برخه کې د شفافو او قانوني کړنلارو د رعایت ژمنه لري او هڅه کېږي چې د قیمتي ډبرو معیاري او تخنیکي استخراج ته زمینه برابره شي.

بلخوا، په دې داوطلبۍ کې ګډون کوونکو سوداګرو د قیمتي ډبرو په ځانګړي ډول د زمردو د پېر او پلور لپاره د شفاف او منظم بازار هرکلی کړی او دا بهیر یې د سوداګرۍ د ودې لپاره ګټور بللی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا