افغانستان نن شپه له پاکستان سره د پایلوبې ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله ټاکل شوې چې نن شپه د ډایمنډ جوبیلي نړیوال فوټبال ټورنمنټ په پایلوبه کې د پاکستان پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، یاده سیالي به د کابل پر وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو ترسره شي. فدراسیون همداراز ویلي چې د ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو د خپلو کاري مکلفیتونو له امله د لوبډلې تمریناتي کمپ پرېښی دی.
د راپور له مخې، جمشید اڅکزی او حبیبالله عسکر د سویډن د کاري ژمنو له امله بېرته ستانه شوي، ځکه د نه ستنېدو په صورت کې له کاري ستونزو سره مخ کېدل. همداراز د ملي لوبډلې لوبډلمشر امید پوپلزی د تېرې سیالۍ د سور کارت له امله له پایلوبې محروم شوی او په لوبه کې به ګډون ونه کړي.
افغان لوبډله داسې مهال پایلوبې ته رسېدلې چې په ګروپي پړاو کې یې د مالدیف پر وړاندې بریا خپله کړې او له بنګلهدېش سره یې مساوي لوبه کړې وه. تمه کېږي چې د نن شپې پایلوبه به د دواړو لوبډلو ترمنځ له نږدې سیالۍ سره ترسره شي.

