پنځو ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

تېره ورځ (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۰مه) په ننګرهار، سمنګان، هلمند، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۷۷۳ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې.
د اړوندو ادارو د معلوماتو له مخې، د استوګنې د ځمکو د وېش دغه لړۍ د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ، د هغوی د دایمي مېشتېدو او د ژوند د مناسب چاپېریال د برابرولو په موخه ترسره شوې ده. یادې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته راستنې شوې وې او اوس د استوګنې د اسانتیاوو د برابرېدو په موخه ورته د ځمکو نمرې سپارل شوې دي.
مسوولین وایي، د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو حل، د سرپناه برابرول او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه کول د روانو خدمتونو مهمه برخه ده. د استوګنې د ځمکو وېش به له راستنېدونکو کورنیو سره مرسته وکړي څو په خپلو سیمو کې دایمي مېشتې شي او د عادي ژوند زمینه ورته برابره شي.
سرچینې زیاتوي چې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د استوګنې د ځمکو د وېش بهیر په بېلابېلو ولایتونو کې دوام لري او هڅې روانې دي چې هېواد ته راستنې شوې کورنۍ له اړینو اسانتیاوو او خدمتونو څخه برخمنې شي.

