کابل کې ترافیکي پېښه؛ درې نجونې ټپیانې شوې

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند، خالد ځدران، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوه لنډکروزر موټر د ټکر له امله درې نجونې ټپیانې شوې دي.
نوموړي ویلي چې ټپیانې سمدستي روغتون ته لېږدول شوې دي او د روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.
خالد ځدران زیاته کړې چې د پېښې عامل پېژندل شوی او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

