روسیه کې یو ځوان د اسلامي امارت پر ضد سپکاوي له امله جریمه شوی

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د روستوف ـ نا ـ دونو سیمې یوې محکمې یو ۱۹ کلن ځوان د اسلامي امارت په اړه د سپکاوي ډکو څرګندونو له امله لس زره روبله نغدي جریمه کړی دی.
راپورونه ښيي چې نوموړي یادې څرګندونې په یوې ټولنیزې رسنۍ کې د خپاره شوي پوسټ تر تبصرې لاندې کړې وې، چې وروسته د اړوندو ادارو تر ارزونې لاندې ونیول شوې.
د محکمې د پرېکړې له مخې، دغو څرګندونو د روسیې او افغانستان د خلکو ترمنځ د دښمنۍ او کرکې د پارولو بڼه لرله، له همدې امله پرې قانوني اقدام ترسره شوی دی.
روسي رسنیو ویلي چې محکمه د قضیې تر څېړنې وروسته دې پایلې ته رسېدلې چې د نوموړي څرګندونې له نافذه قوانینو سره په ټکر کې وې، او پر همدې اساس ورته لس زره روبله جریمه ټاکل شوې ده.

