له پاکستانه نږدې ۸۰۰ افغان کډوال راخوشې او هېواد ته راستانه شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بندخونو نږدې ۸۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې ۲۳۰ تنه د ننګرهار د تورخم او ۵۳۳ تنه نور د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د مسوولینو په وینا، یاد کسان د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله تر بېلابېلو مودو پورې په بندخونو کې ساتل شوي وو.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه کسان د ثبت بهیر او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا