له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۳ زره کډوال راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې پرون له ایران او پاکستان څخه په بېلابېلو لارو ۳ زره او ۹ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې، دغه راستنېدونکي ۳ زره او ۹ کسان چې ۷۰۲ کورنۍ جوړوي، د شنبې په ورځ له بېلابېلو سرحدي لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د تورخم له لارې ۴۹۱ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۶۷ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۳۱ کورنۍ او د هرات اسلامکلا له لارې ۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د راپور له مخې، له راستنېدو وروسته ۷۰۲ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۷۱۰ نورو کورنیو سره نغدي مرستې هم شوې دي.
همداراز ویل شوي چې پرون سلګونه کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمات وړاندې شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون زیاتوي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدنه په وروستیو کلونو کې زیاته شوې ده. بلخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې شاوخوا ۹۰ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

