په چین کې د افغانستان سفیر له افغان سوداګرو سره کتلي دي

په چین کې د افغانستان سفیر مولوي بلال کریمي د «چین ـ جنوبي اسیا لسم نندارتون» په څنډه کې له افغان سوداګرو سره کتلي دي.
په بېجینګ کې د افغانستان سفارت ویلي چې مولوي بلال کریمي په دې نندارتون کې د افغان سوداګرو فعال حضور ستایلی او ډاډ یې ورکړی چې سفارت به د سوداګریزو فعالیتونو او اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.
افغان سفیر همدارنګه د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره پر دوامدارو هڅو ټینګار کړی دی.
په ورته مهال، افغان سوداګرو د سفارت له همکاریو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې او پراخې شي.

