د احمد ظاهر د زوکړې اتیایمه کلیزه؛ د افغانستان د موسیقۍ د تلپاتې ستوري یاد تازه شو

د غبرګولي ۲۴مه، چې د جون له ۱۴مې نېټې سره برابره ده، د افغانستان د نامتو او محبوب هنرمند احمد ظاهر د زوکړې اتیایمه کلیزه ده. نوموړی د هېواد د موسیقۍ له هغو اغېزناکو څېرو څخه ګڼل کېږي چې له مړینې څو لسیزې وروسته هم د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

احمد ظاهر د خپل ځانګړي غږ، هنري سبک او پیاوړو سندرو له امله د افغانستان د موسیقۍ یو له تر ټولو وتلو او اغېزناکو هنرمندانو بلل کېږي. د هغه سندرې لا هم د موسیقۍ د مینه‌والو له لوري اورېدل کېږي او ګڼ شمېر هنرمندان هڅه کوي د هغه هنري مکتب او سبک ژوندی وساتي.

نوموړی په ۳۳ کلنۍ کې د ۱۹۷۹ کال د جون په ۱۴مه، د خپلې زوکړې په ورځ، په سالنګ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ومړ. سره له دې چې هنري ژوند یې لنډ و، خو د افغانستان د موسیقۍ په تاریخ کې یې تلپاتې ځای خپل کړی او یاد یې لا هم د خلکو په ذهنونو او زړونو کې ژوندی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا