خوست کې ۱۴ زره نشه‌یي ګولۍ کشف او یو کس نیول شوی

د خوست ولایت په نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ زره نشه‌يي ګولیو د کشف او ضبط خبر ورکړل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې دا نشه‌يي ګولۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري د هدفي عملیاتو پر مهال کشف او ضبط شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو کس له ۱۴ زره نشه‌يي ګولیو سره یوځای نیول شوی او اوس مهال تر څارنې لاندې دی.

یاد وزارت زیاتوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به نیول شوی کس عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

په هېواد کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په لړ کې له تېرو کلونو راهیسې لسګونه فابریکې له منځه وړل شوې او سلګونه کسان په دې تړاو نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د نشه‌يي توکو پر کښت، قاچاق او استعمال به جدي مبارزه روانه وي او هېچاته به د دغو توکو اجازه ورنه کړل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا