فراه کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړ

د فراه ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د فراه‌رود ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه د فراه‌رود ولسوالۍ په ګلمیخ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د اکووا موټر او درې‌څرخې ترمنځ ټکر وشو. د ټکر په پایله کې د درې‌څرخې چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکي وایي چې امنیتي ځواکونه په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي، ساحه یې تر کنټرول لاندې راوستې او د وژل شوي کس جسد یې د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.

د سیمه‌ییزو مسوولینو په وینا، د پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

په هېواد کې ترافیکي پېښې په وروستیو کلونو کې زیاتې شوې دي، چې مسوولین یې تر ډېره د ترافیکي اصولو نه مراعات، د سړکونو خرابوالی او ګړندی تګ عمده لاملونه بولي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا