قالیباف: هغه کسان ناکام شول چې د ایران د تسلیمېدو هیله یې لرله

د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ هوکړه د ایران لپاره مهمه لاستهراوړنه بللې او ویلي یې دي چې دغه پرمختګ د ایراني ولس د یووالي، مقاومت او د هېواد د دفاعي ځواکونو د مېړانې په پایله کې رامنځته شوی دی.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې هغه هڅې چې د ایران اسلامي جمهوریت د کمزوري کولو او فشار لاندې راوستلو لپاره ترسره کېدې، بریالۍ نه شوې او ایران وتوانېد خپل ملي دریځ او ګټې خوندي وساتي.
قالیباف زیاته کړې چې دغه هوکړه د سیمهییز ثبات، امنیت او متقابل تفاهم لپاره یو مثبت ګام دی او له دې وروسته به د هرمز تنګي د بشپړې پرانیستې او د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شي.
بلخوا د نړۍ ګڼو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو هم د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی او دا یې د سولې، ثبات او د سیمې د کړکېچونو د کمېدو په برخه کې یو مهم پرمختګ بللی دی. چین، روسیې، ترکیې او ملګرو ملتونو د دې تفاهم ملاتړ څرګند کړی او د ټولو ژمنو پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.

