چین د افغانستان له بیارغونې ملاتړ کوي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د شانګهای همکاریو سازمان د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت مراسمو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د بیارغونې، اقتصادي ودې او پراختیا له بهیر څخه ملاتړ وکړي.
چینايي رسنیو د نوموړي له قوله راپور ورکړی چې د سیمې ثبات او پرمختګ له افغانستان سره نږدې تړاو لري او نړیواله ټولنه باید د دغه هېواد د رغونې او پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.
وانګ يي همداراز د سیمهییز امنیت او همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه باید د سولې، ثبات او ګډ پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا پراخې کړي.
چین له پخوا راهیسې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او له اسلامي امارت سره د تعامل ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې افغانستان باید د سیمې د همکاریو او پراختیا له فرصتونو برخمن شي.

