د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت: په پکتیا او سرپل کې اوږدمهاله شخړې حل شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې په پکتیا او سرپل ولایتونو کې هغه اوږدمهاله دښمنۍ او شخړې پای ته رسول شوې دي، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د سرپل ولایت په «سیدآباد» ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې شخړه چې نږدې ۱۵ کاله یې دوام درلود، د یاد ولایت د اړوند ریاست، قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځایي خلکو په ګډو هڅو حل شوې ده.

په ورته مهال د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه درې کلنه شخړه هم پای ته رسېدلې چې د ځینو کورنیو اختلافاتو له امله رامنځته شوې وه او پکې یو تن وژل شوی او پراخ مالي زیانونه هم اوښتي وو.

سرچینې وایي، د دواړو شخړو په هواري کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د ولایتي ادارو مسوولینو مهم رول ادا کړی او د سولې لپاره یې پر دوامداره هڅو ټینګار کړی دی.

د یاد وزارت په وینا، د یادو لانجو په پای ته رسېدو سره د سیمو ترمنځ د غچ اخیستنې او شخړو فضا هم له منځه وړل شوې ده.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته قومي شخړو د سوله‌ییز حل خبر ورکړی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا