کورنیو چارو وزارت: ښي لاس سټیرنګ موټرو ته به نور پلېټونه نه ورکول کېږي

د کورنیو چارو وزارت ویلي، له دې وروسته به ښي لاس سټیرنګ لرونکو موټرو ته په هېڅ ډول د تګ راتګ پلېټونه نه ورکول کېږي.

د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، هغو موټرو ته چې پخوا په استثنايي ډول په کابل کې د فعالیت او تګ راتګ اجازه ورکړل شوې وه، د هغوی د تنظیم او له ښاره د ایستلو بهیر هم روان دی.

نوموړي زیاته کړې چې د ښي لاس سټیرنګ لرونکو موټرو د سټیرنګ د بدلون او اړوندو تخنیکي موضوعاتو په اړه د اړوندو ادارو ترمنځ خبرې او سلا مشورې روانې دي، خو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دغه اقدامات د ترافیکي نظم د پیاوړتیا، د سړکونو د خوندیتوب او د نافذه قوانینو د ښه تطبیق په موخه ترسره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا