په ۱۸ ولایتونو کې د باران، تالندې او سېلابونو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې ویلي، چې سبا په ۱۸ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، باران او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه ورښتونه په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پنجشېر او پروان ولایتونو کې اټکل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې په یادو ولایتونو کې به د ورښت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي او له خلکو غوښتنه شوې چې د احتمالي سېلابونو پر مهال اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا