متقي او ډیکارلو د بشري مرستو او افغانستان اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمېري ډیکارلو سره په ټلیفوني خبرو کې پر بشري مرستو، د مرستو د لا اغېزمن بهیر او د افغانستان اړوندو مهمو موضوعاتو بحث کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې مکالمه کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي. روزمېري ډیکارلو د اسلامي امارت له لوري د بشري فعالیتونو لپاره د برابر شویو اسانتیاوو او همکاریو ستاینه کړې او هغه یې د مرستو د پر وخت او اغېزمن رسېدو لپاره مهمې بللې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د یوناما اړوند وروستي پرمختګونه هم شریک کړي او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
د ټلیفوني خبرو په پای کې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او دوامدارو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) ماموریت د یو بل کال لپاره هم غځول شوی دی.

