مخابراتو وزارت: په هېواد کې د ځیرکو موبایلونو د بندېدو راپورونه ناسم دي

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په هېواد کې د ځیرکو موبایلونو د بندېدو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم بللي دي.

د یاد وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ویلي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي عبدالاحد فضلي ټینګار کړی چې ځیرک موبایلونه د نننۍ ټولنې له مهمو او اغېزناکو وسایلو څخه دي او د زده‌کړو، اقتصاد، سوداګرۍ، ادارې، روغتیا او معلوماتو په برخو کې ترې پراخه ګټه اخیستل کېږي.

د راپور له مخې، وزیر زیاته کړې چې د ځیرکو موبایلونو د بندېدو کومه پرېکړه نه ده شوې، خو په دغو وسایلو کې د ناسمو او زیانمنو محتواوو د کنټرول لپاره لازم اقدامات روان دي.

نوموړي ویلي، د همدې موخې لپاره ۷۰۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او مسلکي تخنیکي کارکوونکي هم پر دندو ګمارل شوي، څو په دې برخه کې چارې په اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا