ننګرهار او کابل کې د نشهيي توکو د خرڅلاو په تور شپږ کسان نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر ضد مبارزې معینیت خبر ورکړی چې په ننګرهار ولایت کې دوه کسان د ۲۸۰۰ نشهیي ګولیو د خرڅلاو په تور نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو له لوري د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
په یوه بله خبرپاڼه کې یاد معینیت ویلي چې په کابل ښار کې هم څلور کسان د نشهيي توکو د خرڅلاو، استعمال او قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
دغه کسان د ښار په ۵مه، ۱۲مه، ۱۳مه او ۱۸مه ناحیه کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
د مسوولینو په وینا، له نیول شویو کسانو څخه چرس، تریاک، څه باندې ۵۰۰ نشهیي ګولۍ او نور توکي ترلاسه شوي دي.
د یادولو ده چې په هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او امنیتي ادارې وایي چې د دې پدیدې پر ضد مبارزه به په دوامداره توګه روانه وي.

