نګیتا درانۍ بشپړ قرآن کریم په لاس لیکي او د ښکلي خط هنر روزي

په هرات ولایت کې یوې ځوانې هنرمندې او خطاطې، نګیتا درانۍ، د قرآن کریم د پښتو ژباړې د لاسي کتابت ستره او ارزښتناکه پروژه پیل کړې چې د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
نګیتا درانۍ، چې د هرات اوسېدونکې ده، له کلونو راهیسې د خطاطۍ په هنر بوخته ده او اوس د قرآن کریم آیتونه له پښتو ژباړې سره په خپل لاس لیکي. نوموړې وایي، د قرآن کریم د کتابت او ښکلي لیک هنر یې له ځوانۍ راهیسې زده کړی او د دې سپېڅلي کار بشپړول یې د ژوند له سترو هیلو څخه دي.
د هغې په وینا، تر دې وړاندې یې له یو شمېر نورو نجونو سره په ګډه د قرآن کریم د لاسي کتابت تجربه لرله، خو اوس یې د پښتو ژباړې ترڅنګ دا ستر کار په خپلواکه توګه پیل کړی دی. نوموړې باور لري چې د قرآن کریم د معناوو خپرېدل او د اسلامي علومو ترویج د ټولنې د فکري ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
هغې د خپل هنري فعالیت ترڅنګ د نجونو د روزنې لپاره هم زمینه برابره کړې او دا مهال له شلو څخه زیاتې نجونې د خطاطۍ، لاسي هنرونو او هنري تولیداتو په برخو کې روزي. د نوموړې په وینا، ګڼ شمېر زدهکوونکې یې اوس د استادۍ تر کچې رسېدلې او په بېلابېلو هنري نندارتونونو کې یې خپل آثار نندارې ته وړاندې کړي دي.
نګیتا درانۍ هیله څرګندوي چې د خطاطۍ او لاسي هنرونو دا لړۍ لا پراخه شي او د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېږي، څو لا ډېرې ځوانې نجونې د هنر، مهارت او مسلکي وړتیاوو د زدهکړې فرصت ترلاسه کړي.
هغې ټینګار کړی چې د اسلامي او ملي فرهنګ د ساتنې، د هنري ظرفیتونو د ودې او د ښځینه هنرمندانو د ملاتړ لپاره لا زیاتو امکاناتو ته اړتیا شته، څو دغه ارزښتناک هنرونه نور هم وغوړېږي او راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي.
هرات د اسلامي تمدن او فرهنګ له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېږي او د خطاطۍ هنر پکې اوږده تاریخي مخینه لري. د همدې لرغوني فرهنګي میراث په رڼا کې، نګیتا درانۍ او ورته نور هنرمندان هڅه کوي چې د ښکلي لیک او اسلامي هنر دا ارزښتناک دود ژوندی وساتي او لا یې پیاوړی کړي.

