هند د افغانستان پر وړاندې درېیمه لوبه وګټله او سیریز یې خپل کړ

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ۹ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبغاړو د ۴۴ اعشاریه ۲ اورونو په لوبولو سره د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۸ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.
په توپوهنه کې حشمتالله شهیدي ښه وځلېد او د ۱۳۱ توپونو په لوبولو سره یې ۱۰۲ منډې جوړې کړې.
د هند لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۲۸ اعشاریه ۴ اورونو کې د یوې ویکټې په زیان پوره کړ او په دې سره یې د درېیو لوبو سیریز په خپل نوم کړ.
هند تر دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې د ۷ ویکټو او په دویمه لوبه کې د ۱۷۰ منډو په توپیر بریا ترلاسه کړې وه، چې له همدې امله یې د سیریز اتلولي خپله کړه.

