د ټرمپ او ملوني لانجه لا هم نه ده پای ته رسېدلې ټرمپ: ملوني د خپل محبوبیت د زیاتولو لپاره له ما سره د عکس اخیستو په لټه کې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجا میلوني ترمنځ لفظي شخړه د دواړو لورو د وروستیو څرګندونو له امله توده شوې ده. ټرمپ ادعا کړې چې میلوني هڅه کوي له هغه سره خپلې اړیکې پیاوړې وښيي او دا کار د خپل سیاسي دریځ د پیاوړتیا لپاره ترسره کوي.
نوموړي همداراز ویلي چې د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو غونډې پر مهال له ده سره د ګډو عکسونو اخیستو لپاره پرلهپسې غوښتنې شوې وې، خو میلوني دغه ادعاوې رد کړې او «بېبنسټه او ناسمې» یې بللې دي.
د راپورونو له مخې، جورجا میلوني د یوې ویډیويي څرګندونې له لارې د ټرمپ تورونو ته غبرګون ښودلی او اعلان یې کړی چې متحده ایالاتو ته خپل پلان شوی سفر به لغوه کړي.
دا تازه اختلافات داسې مهال راڅرګندېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې د نړیوالو مهمو موضوعاتو په تړاو له نږدې څارل کېږي.

