د ایران مذاکراتي پلاوی له امریکا سره د خبرو لپاره سویس ته ورسېد

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی تېره شپه د سویس زوریخ ښار ته رسېدلی او ټاکل شوې ده چې نن (یکشنبه) له امریکايي پلاوي سره رسمي خبرې پیل کړي.

د راپورونو له مخې، مذاکرات به د سویس په بورګن‌اشتوک ښار کې ترسره شي او د ایران اسلامي جمهوریت د لوړپوړو سیاسي او اقتصادي چارواکو یو پلاوی پکې ګډون لري. د دغو خبرو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهمو موضوعاتو په اړه د تفاهم او ډیپلوماټیک تعامل پیاوړتیا بلل شوې ده.

ایراني رسنیو هیله څرګنده کړې چې یادې خبرې به د سیمه‌ییز ثبات، متقابل تفاهم او رغنده اړیکو د پراختیا لپاره مثبتې پایلې ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا