قزاقستان: له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي تعامل دوام لري

د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، هېواد یې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او بشردوستانه تعامل ته دوام ورکوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې، ټرانزیټي او انرژۍ اړوند همکارۍ د پراختیا په حال کې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان د ترهګرۍ، غیرقانوني کډوالۍ او نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمهییزې همکارۍ په برخه کې مهم رول لري. هغه همداراز ویلي چې لا هم میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د قزاقستان لوړپوړو چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي او له اسلامي امارت له چارواکو سره یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په ګډون پر بېلابېلو برخو د همکاریو هوکړې لاسلیک کړې دي.

