شفیع رستمي د اروپا د کلبونو د تکواندو سیالیو غوره داور وټاکل شو

د افغانستان نړیوال تکواندو داور شفیع رستمي د اروپا د کلبونو د تکواندو اتلولیو په سیالیو کې د «غوره داور» ویاړ ترلاسه کړی دی.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون مسوولینو ویلي، شفیع رستمي د سیالیو پر مهال د خپل دقیق، مسلکي او بېطرفه قضاوت له امله د غوره داور لقب خپل کړی، چې دا د افغانستان د ورزش لپاره یوه مهمه لاستهراوړنه او د ویاړ وړ بریا بلل کېږي.
د اروپا د کلبونو د تکواندو اتلولۍ سیالۍ د بوسنیا او هرزېګوینا په پلازمېنه سارایوو ښار کې ترسره شوې وې چې د بېلابېلو هېوادونو مخکښو ورزشکارانو او داورانو پکې ګډون کړی و. د شفیع رستمي دغه بریا په نړیوالو ورزشي ډګرونو کې د افغان داورانو د وړتیا، تجربې او مسلکي حضور څرګندونه کوي.

