د کابل منډوي اورلګېدنه؛ نږدې ۸ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د کابل ښار منډوي اړوند زرداد مارکېټ کې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې اورلګېدنه د اور وژنې ځواکونو له لوري مهار شوې ده.
د وزارت په وینا، په دې پېښه کې شاوخوا اته میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی، خو د اطفایې ځواکونو د چټک او پر وخت اقدام له امله نږدې ۴۸۰ میلیونه افغانۍ شتمني له سوځېدو ژغورل شوې ده.
چارواکي وایي، اور وژونکو د پېښې تر رامنځته کېدو سمدستي وروسته سیمې ته رسېدلي او د اور د پراخېدو مخه یې نیولې ده.
کورنیو چارو وزارت له هېوادوالو غوښتي چې په کورونو، دوکانونو، ګودامونو او سوداګریزو مرکزونو کې د خوندیتوب اصول او احتیاطي تدابیر په جدي توګه مراعات کړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

