تمدن ټلوېزیون: د خپرونو د احتمالي بندېدو اندېښنه شته

تمدن ټلوېزیون په یوه خبرتیا کې ویلي چې د محرم الحرام د نهمې او لسمې ورځې د مراسمو له را رسېدو سره هم‌مهاله، د یادې رسنۍ پر مرکزي دفتر د امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته د خپرونو د احتمالي ځنډېدو یا بندېدو اندېښنه موجوده ده.

د ټلوېزیون د خبرتیا له مخې، ښايي په نږدې وخت کې د دغې رسنۍ خپرونې ودرول شي.

تمدن ټلوېزیون له خپلو لیدونکو او هېوادوالو غوښتي چې د موضوع اړوند معلومات د رسمي سرچینو له لارې تعقیب کړي او د راتلونکو تحولاتو په اړه باخبره پاتې شي.

تر اوسه د دې موضوع په اړه د اسلامي امارت د اړوندو ادارو رسمي وضاحت نه دی خپور شوی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا