د خواف ـ هرات وسپنې پټلۍ د لېږد ظرفیت ۱۵۰ زره ټنو ته لوړېږي

د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجار په افغانستان کې د ایران د وسپنې پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم له مشر مصطفی رضایي سره د خواف ـ هرات د وسپنې پټلۍ د پراختیا او د لېږد رالېږد د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.
د هرات ولایت مقام د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د یادې وسپنې پټلۍ پر فعالیتونو او راتلونکو پروژو بحث شوی او والي ویلي چې د «رباط پریان» تمځای به په نږدې راتلونکې کې ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
اسلامجار د خواف ـ هرات د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد د زیاتوالي غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د هرات سیمهییزه اداره د دې مهمې ترانزیټي کرښې د لا پیاوړتیا لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
بلخوا مصطفی رضایي د هرات د سیمهییزې ادارې له همکاریو مننه کړې او ژمنه یې کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به د دې لارې د لېږد ظرفیت په میاشت کې ۱۵۰ زره ټنو ته لوړ کړي.
چارواکي باور لري چې د خواف ـ هرات وسپنې پټلۍ پراختیا به د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې او د سیمې اقتصادي راکړه ورکړه به نوره هم پراخه کړي.

