د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال نن ایران ته سفر کوي

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د اسلامي امارت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (پنجشنبه، د چنګاښ ۱۱مه) د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ایران اسلامي جمهوریت ته ولاړ شي.
سرچینې وایي، د دغه سفر اصلي موخه د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود، شهید حضرت آیتالله سید علي خامنهیي، د جنازې په مراسمو کې ګډون او د ایران له دولت او ولس سره د خواخوږۍ څرګندول دي.
د معلوماتو له مخې، دا سفر د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او متقابل درناوي په چوکاټ کې ترسره کېږي او تمه ده چې د خواخوږۍ ترڅنګ د دواړو لورو د ګډو اړیکو او همکاریو پر ځینو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشي.
تر اوسه د اسلامي امارت له لوري د ملا عبدالغني برادر اخوند د مل پلاوي د غړو یا د سفر د نورو جزییاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

